افغان طالب وسلوالو او امريکائي چارواکو ترمينځ دوحه کښې خبري اتري دوام لري

دوحه کښې د امريکې مذاکراتي ټيم سره خبرې اترې شويدي کوم چې د شپے ترناوخته دوام تر لود

 د امريکې او افغان طالبانو ترمينځه سولې په اړه قطر کښې مذاکرات دوام لري او دې لړ کښې د ملا برادر،زلمې خليل زاد او د قطر خارجه وزير ترمينځه مهم ميټنګ هم شوېدے۔

د طالبانو د قطر دفتر وياند سهيل شاهين د سماجي رابطو ويب پانړي ټوئټر خپل بيان کښې لکلي دي چې دوحه کښې د امريکې مذاکراتي ټيم سره خبرې اترې شويدي کوم چې د شپے ترناوخته دوام تر لود۔

د هغه وينا وه چې دې مذاکراتو نه علاوه د ملا عبدالغني برادر،زلمې خليل زاد او د قطر خارجه وزير محمد بن عبدالرحمان ترمينځه اهم ميټنګ هم شوېدے چې پکښې افغانستان لپاره د ناټو کمانډر سکاټ ملر هم شتون درلود۔

سهيل شاهين زياته کړه چې مذاکرات او ميټنګ دواړه په ښه ماحول کښې شوي او پکښې افغان امن عمل په حواله مثبت پرمختګ شوېدے۔

ياده دي چې د امريکې او طالبانو ترمينځه د مذاکراتو نهه مرحلې شويدے او تير مذاکراتو دوران امن معاهدې په حواله متن هم ليکلي شوېدے کوم چې افغان دولت او صدر ډونلډ ټرمپ سره شريک کړې شوېدے۔

Show More

Related Articles