ډونلډ ټرمپ د طالبانو سره امن مذاکرات منسوخ کړي

امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ د طالبانو سره روان د امن مذاکرات منسوخ کړي دي۔

په ټولينزو رسينو ټوئيټر خپل پيغام کښې ټرمپ ليکلي د طالبانو سره د کابل حملې ورسته مذاکرات منسوخ شوي په دغه حمله کښې د يو امريکائي پوځي پشمول دولس کسان مړۀ شوي وو۔

هغه ليکلي دا څنګه خلک دې چې د خپل پوزيشن مضبوطولو لپاره عام اولس وژني۔

په خپل ټوئيټر پيغام کښې امريکائي صدر ويلي طالبانو د دروغو مفادو لپاره د حملې ذمه واري قبوله کړې او دا چې هغوئ نور څومره جنګيدل غواړي ؟

 

هغۀ دا هم ويلي چې کيمپ ډيوډ کښې د طالبانوسره کيدونکي حفيه ملاقاتونه هم منسوخ شوي کوم چې نن کيدونکي ؤ او هغه نن شپه امريکا ته رسيدونکي وو۔

د امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ په ټوئټ کښې دا خبره هم شوې چې که چرې طالبان جنګ نه شې بندولې نو د دې مطلب دا شو چې په دوي کښې د معاهدې صلاحيت نشته دې۔

په ډاګه دې وي چې د قطر سرښار دوحه کښې د امريکا او طالبانو ترمينځ روان امن مذاکراتو نهم دوره پوره شوے دے۔

Show More

Related Articles