کربلا:مزار کښي اړي ګړي سره يو ديرش کسان مړه شوي

عراق ښار کربلا په يو مزار کښي د عاشوري ورځي په مناسبت راجوړ کړي شوي يو جلوس کښي اړي ګړي کښي يو ديرش زائرين مړه شوي دي۔

د فرانسيسي خبري ادارے اے ايف پي د رپورټ  ترمخه د عراق د صحت وزارت وئيلي دي چي د عاشوري په ورځ د کربلا  په يو مزار کښي د اړي ګړي پيښه رامخے ته شوي ده۔

د وزارت ترجمان سيف البدر وئيلي چي پيښه کښي د مرګونو د سيوا کيدو يره ده ځکه چي دے پيښه کښي سل نور کسان  هم ژوبل شوي دي په کوم کښي چي د لس حالت مرګوني دے۔

د ټولي نړۍ په شان د عراق ښار کربلا،نجف او بسرا کښي هم د عزادارو لخوا ماتمي جلوسونه ويستلے شوي او مجلسونه شوي دي۔

څرګنده دي وي چي عاشوري په موقع دا په تاريخ کښي د ټولونه زيات مرګونه دي په دے ورځ د ټولے نړۍ نه زائرين کربلا ته راځي او د رسول ﷺ نواسي حضرت امام حسين د شهادت ورځ په درناوي او احترام سره لمانځلي شي۔

ياده دي وي چي حضرت امام حسین شپږ سوه اتيا کاله مخکښي کربلا کښي د خپلو يو اوويا د کورنۍ خلقو او ملګرو سره شهيد کړي شوي وو۔

Show More

Related Articles