جرمني کښي يو ګرجا ګهر په جماعت کښي بدل کړي شوي

رپورټر مطيع الله جان

د جرمني مختلفو ښارونو کښي د مسلمانانو شميره زياتيدو سره سره جماعتونه هم  ورځ په ورځ سيوا کيږي ۔

د جرمني ښار هاګن کښي يو ګرجاګهر اغستلي شوي او بيا په جماعت کښي بدل کړي شوي دے ،دا پخواني ګرجاګهر په درے لکه او پچاسي هزار يورو اغستلي شوي او دا رقم د پاکستان کراچۍ کاروباري ادارو سره تړلي خلقو ورکړي دے۔

دبدلون روسته دا جماعت فيضان ايمان نوم سره منسوب کړي شوي او په دے حواله يو غونډه هم د اتوار په ورځ شوي په کومه کښي چي حاجي عبدالحبيب عطاري او سيد ابراهيم باپو،سلمان رفيق او نور کاروباري خلقو ګډون کړي دے۔

چرچ په جماعت کښي بدلولو روسته په باقاعده توګه په کښي د ماسپخين مونځ هم شوي دے په کوم کښي چي مقامي مسلمانانو نه علاوه د پاکستان پنځلس کسيزه کاروباري ادارو وفد او د يورپين ملکونو ناروے،ډنمارک،آسټريا،فرانس،بلجيم نه علاوه کينيا او د برطانيه په رسول ﷺ ميئنوخلقو ګډون کړي دي۔

د پاکستاني وفد مشر رفيق سليمان وئيلي چي چرچ په جماعت کښي د بدلون غونډه يو ايمان افروز واقع ده او په ړومبي مونځ کښي ټولو مسلمانانو د يوالي او ترقۍ له پاره خصوصي دعاګاني غوښتلي دي۔

دوي په خاصه توګه د امير اهل سنت حضرت مولانا الياس قادري خصوصي شکريه ادا کړي چه چي په دے نيک کار کښي د دوي مرسته کړيده۔

د پاکستان نه راغلي کاروباري وفد کښي پخواني رائس ايکسپورټ ايسوسي ايکسپورټ ايسوسي ايشن،سيد ابراهيم باپو کيميکل ايسوسي ايشن، امجد يارن مرچنټ ايسوسي ايشن، محبوب صديقي آئي ټي ډيپارټمنټ، عمران ګجي بلډرز اينډ ډويلپئر ايسوسي ايشن، عمران هاشمي جيمز اينډ جيولرز نه علاه نورو کاروباري ادارو غړي شامل وو۔

کاروباري خلقو ميډيا سره خبرو کښي وئيلي دي چي په نړۍ کښي اسلام خوريږي او جماعتونه جوړيدول د خير کار دے او خپل نيا نيکه له پاره مو صدقه جاريه ده۔

 

Show More

Related Articles