کال کښي دوه ځل په عمره کونکو دوه زره ريال فيس ختم کړي شوي

سعودي حکومت په دويم ځل عمره کونکو ته دوه زره ريال فيس د جمع کولو شرط ختم کړي دي۔

ميډيا رپورټونو ترمخه سعودي عرب حکومت لخوا په دويم ځل عمره کونکو ته دوه زره ريال فيس د جمع کولو شرط د ختمولو اعلان کړي دي، او په دے حواله د سعودي د حج و عمره وزارت د پاکستاني مذهبي چارو وزارت خبر کړي دي۔

سعودي حکومت د فيصلي تصديق او هرکلي کولو سره وفاقي د مذهبي چارو وزير پيرنور الحق قادري وئيلي دي چي وزير اعظم عمران خان او د مذهبي چارو وزارت هڅي کاميابه شوي دي او سعودي حکومت لخوا بيا عمره باندي دوه زره ريال فيس ختمول ډيره د خوشحالۍ خبره ده۔

وفاقي وزير وئيلي دي چي پاکستانيان هر کال عمره کونکي ملکونو کښي په سرفهرست دي، او هر کال تقريبا شپاړس لکه پاکستانيان د عمرے سعادت حاصلوي، او په دے شرط ختميدو سره اميد لري چي د عمره زائرينو شميره به شل لکه نه سيوا شي۔

څرګنده دي وي چي سعودي حکومت په کال کښي دوه ځل عمره کونکو باندي د يو تن په سر دوه زره ريال ټيکس لګولے وو۔

Show More

Related Articles