عمران خان: افغان طالبانو راتلونکي انتخاباتو کښې برخه نه اغستل به لوئي ځيان وې

افغان امن عمل کښې چي موږ نه څه کيدل هغه موږ اوکړل، له دوي ملاقاتونه مو اوکړل، طالبانو قيادت مو قطر ته وو رسولو د کومې اعتراف چي امريکي پخپله هم کړيدي

وزيراعظم عمران خان وئيلي دي که چيرته طالبانو د افغانستان راتلونکي صدارتي انتخاباتو کښې برخه وا نه غستله نو دا به ډېر لوئي ځيان وې۔ نن طورخم  پوله باندي د نوې ټرمينل پرانستي ورسته د ميډيا غړو د سوالونو په جواب وزيراعظم عمران خان د افغانستان امن عمل په اړه وئيلي دي چي پاکستان غواړي افغان طالبان او امريکا يو واري بيا د مزاکراتو په ټيبل کيني۔

دوي اوئيل چي افغان امن عمل کښې چي موږ نه څه کيدل هغه موږ اوکړل، له دوي ملاقاتونه مو اوکړل، طالبانو قيادت مو قطر ته وو رسولو د کومې اعتراف چي امريکي پخپله هم کړيدي۔

عمران خان دا هم اوئيل چي موږ ته اوس پته نشته دي چي خبري اتري کوم ځي پوري رسيدلي وي ځکه چي پاکستان کله هم د خبرو اترو دغه عمل کښې برخه نه دے پاتي شوي۔

دوي اوئيل که چيرته د طالبانو او مريکي ترمينځ مزاکرات مخ په وړاندي له نړل نو دا به لوئي ځيان وي ولي ځه به نيويارک کښې د امريکي صدر ډونلډ ټرمپ سره خبري کوم او هغه به مزاکراتو ته په خوله کوم۔

وزيراعظم عمران خان د يوې پوښتني په ځواب کښې دا هم اوئيل چي افغانستان کښې بد امني نه د ټولو نه لوئي ځيان پاکستان ته رسي خو موږ خبري اتري بيرته بحالوو۔

د خپلو خبرو په آخره کښې عمران خان دا هم اوئيل چي امريکا او طالبانو ترمينځ يوه معاهده قريبا سرته رسيدونکي وه کومه چي مکمله نه شوله او د منصوبي ترمخه د معاهدي ورسته مه طالبانو سره ملاقات کولو۔

او زما له دے ملاقات مقصد دا وو چي افغان حکومت او طالبان مزاکرات ته تيار کرم۔

Show More

Related Articles