اسفنديار ولي خان:د افغان حکومت د ګډون نه بغير امن مذاکرات هيڅ معني نلري

د عوامي نيشنل پارټۍ مرکزي صدر اسفنديارولي خان ويلي امن مذاکراتو کښې د افغان حکومت شموليت د امن پله مثبت ګام ثابتيدې شي۔

کابل کښې دري ورځني نړيوال امن کانفرنس ته خپله وينا کښې اسفنديارولي خان ويلي له تيرو څلويښت کلونو  راهسې د پولې دواړو اړخ ته د پښتون اولس وينه بهيږي اوس وخت راغلې چې دا خون نها ودرو او د امن او سولې پله ګامونه پورته کړو۔

هغۀ وويل د تشدد سره نفرت ولي د امن سره محبت ته وده ورکړې کيږې ولې چې په کومه ورځ افغان اولسشمر خپله د امريکا دوره وځنډوله هغۀ وخت په مذاکراتي عمل کښې حطرناک موړ رامخې ته شو۔

اسفنديار ولي خان وايي ما په وړومبۍ ورځ ويلي وو چې د افغان حکومت د ګډون نه بغير امن مذاکرات هيڅ معني نلري هغۀ تجويز ورکړې چې د پاکستان او افغانستان حکومتونه د يوبل سره په ناسته خپلې ستونزې ختمې کړې او چين، روس او امريکا دې د دوي ترمينځ د سهولت کارۍ کردار ادا کړي۔

Show More

Related Articles