بلخ صوبه کښې د طالبانو بريد، يولس پوليس اهلکار وژل شوي

د افغانستان شمالې صوبے بلخ کښې ضلعي هيډکواټر باندي طالبانو بريد په نتيجه کښې يولس پوليس اهلکار وژل شويدي۔ باهر ملکي خبري اداري (اے پي) ترمخه د صوبائي حکومت وياند منير احمد فرهاد وئيلي دي چي بريد نن سحر شويدي او د شورتيپه ضلعي هيډ کواټر کښې اوس هم د ډزو بدلون روان دې۔

افغان طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د سماجي راطبو ويب پاڼي ټوئيټر د لاري وئيلي دي چي طالبانو شورتيپه ضلع باندي قبضه کړېده ولي د حکومت وياند منير احمد فرهاد دغه دعوه مسترد کړيده۔

ذبيح الله مجاهد دا هم وئيلي دي چي شورتيپه سيمي ته نوره نفري نه استول کيږي۔

بل لوري ته د بلخ صوبائي کونسل مشر محمد افضل حديد انديښنه څرګنده کړېده که چيرته په سمدستي توګه نور سيکورټي فورسز سيمي ته وا نه ستول شو نو مرګ ژوبله نوره هم سيوا کيدلي شي ځکه چي شورتيپه ډيره لري پراته ضلع ده۔

ياده دے وي چي افغانستان کښې په اته ويشتم ستمبر صدارتي ټاکلي سخته سيکورټي کښې ترسره شويدې، ولي انتخابي مهم باندي بريدونو او طالبانو دهړکو له امله صدارتي ټاکنې د تير وخت په مقابله کښې د ووټونو اچولو شرح ډېره کمه راغلي ده۔

Show More

Related Articles