د پاکستان په بلنه د طالبانو ډله نن اسلام آباد رارسيږي

افغان طالبانو اعلان کړې چې د پاکستان په بلنه د سياسي دفتر مشر ملا برادر اخند په مشرۍ کښې د طالبانو يو ډله نن اسلام آباد رارسيږي چې د امريکه سره د مذاکراتو په ځڼډيدلي عمل د بيا بحالۍ لپاره غور وکړې شي۔

په قطر کښې د طالبانو د سياسي دفتر ويايد سهيل شاهين په ټوئيټر د ډلې د رارونيدو اعلان کړې او ويلي يي دي چې دا دوره د جنګ د ختمولو او د سولې د هڅو برخه ده۔

بلخوا د افغان امن عمل لپاره امريکا استازے زلمے خليل زاد هم د مفاهمتي عمل د بحالۍ په لړ کښې د پاکستان د اعلي چارواکو سره د ملاقات او خبرو اترو لپاره پاکستان ته رارسيدلې خو ولي دا نه په ډاګه شوې چې آيا زلمي خليل زاد او طالبانو ترمينځ هم ملاقات ټاکل شوې او که نه۔

څرګنده دي وي چې پاکستان ته د دورې وړاندې او د امريکا سره د امن مذاکرات ځنډيدو نه پس د طالبانو يو ډله د ستمبر په يوکم ديرشمه نيټه چين ته په دوره تلې او هلته يي په بينجنګ کښې د چيني خصوصي نمائنده سره ملاقات کړے دے۔

Show More

Related Articles