طالبان نن پاکستان کښې د اعلي چارواکو سره ملاقاتونه کوي

د پاکستان په بلنه د افغان طالبانو ډله تيره ورځ افغانستان رارسيدلې او طمعه ده چې نن د امن مذاکرات بحالۍ لپاره د امريکا او طالبانو ترمينځ ملاقات وشي۔

ذرائعې وايي طالبان به خپله د پاکستان دورې په مهال د خارجه وزير او نور اعلي سرکاري چارواکو سره ملاقاتونه کوي۔

ذرائعي دا هم وايي طالبانو ته معلومه وۀ چې د امريکا استازې زلمے خليل زاد به د پاکستان دوره کوي او هغوئ دې لړ کښې د  هغۀ سره ملاقات لپاره تياره دي او دا چې طالبان وايي مونږ د مذاکراتو نه بۀ په شا کيږو بلکې امريکا ده چې په شا تيښته کوي۔

بلخوا خارجه وزير شاه محمود قريشي ويلي پاکستان د مذاکراتو د بحالۍ په حق کښې دې ولي چې د افغان شخړې د پرامنه حل او په خطه کښې د امن او خپلواکۍ لپاره مذاکرات يواځينې لاره ده۔

Show More

Related Articles