افغان طالبانو د پاکستان دورے اعلاميه جاري کړي

افغان طالبانو د پاکستان دورے اعلاميه جاري کړي ده او وئيلي دي چي کابل انتظاميه د مذاکراتو اهليت نه لري۔

د اعلاميي ترمخه ملا عبدالغني برادر په مشرے کښي دولس کسيزه وفد په سرکاري بلنه پاکستان ته په دوره راغلي وو۔

په اعلاميه کښي وئيلي شوي دي چي د خطے ملکونو سره په شريکه د احترام د پاليسي لاندي ښه اړيکي له پاره هڅي کولي شي او وخت په وخت نمائندګان د بيلا بيلو ملکونو په دوره ځي،او د پاکستان دوره هم د لړۍ کړۍ وه۔

اعلاميے ترمخه د وفد د بهرني چارو وزير شاه محمود قريشي سره د امن وقلاري او د دواړوملکونو ترمينځ په تعلقاتو د خبرو بدلون شوي ولي په پاکستان کښي ميشت افغان مهاجرين او افغان تاجرو په اسانو هم خبري شويدي۔

اعلاميه کښي وئيلي شوي دي چي د افغان بهرني چارو وزارت ترجمان صبغت الله احمدي د دے دورے هرکلي کړي دي ولي د افغان ايوان صدر د دي ترديد کولو سره وئيلي دي دا د دوي ذاتي رائے ده او دا چي متضاد بيانونو نه په ډاګه ده چي د کابل انتظاميے دننه لوئي اختلاف دي۔

د افغان طالبان د اعلاميے ترمخه دوي هميش وئيلي چي کابل انتظاميه د مذاکراتو اهليت نه لري،د ټولو ړومبي امريکه سره به معامله هوارولي شي او بيا به بيلا بيلو افغان حلقو سره خبري اتري کولي شي۔

يادي دي وي چي  څو ورځي وړاندے طالبانو وفد پاکستان ته په دوره راغلي وو کومو چي وزير خارجه شاه محمود قريشي په شمول يوشمير چارواکو سره ليده کاته کړي دي۔

د دے نه وړاندے افغان طالبانو وفد د امريکي لخوا د مذاکراتو امن عمل اودرولو روسته د روس او چين دوره هم کړي وه۔

 

Show More

Related Articles