افغانستان: غزني پوهنتون کښې چاودنه، نورلس زده کونکي ژوبل شوي

افغانستان مشرقي صوبے غزني يونيورسټي په کلاس روم کښي د بمي چاودنه له وجې نورلس طالب علمان ژوبل شوي دي ۔

د بهرملکي خبري ادارے رپورټ ترمخه د صوبائي ګورنر ترجمان عارف نوري وئيلي چي د صوبائي دارالحکومت لرے پرته غزني يونيورسټي کښي د چاودنې له وجې  ژوبل شوي زده کونکو کښې دولس جينکۍ هم شامل دي او دا چي ژوبل طالب علمانو کښي د دوو حالت مرګونې ښودل شوے دے۔

بلخوا غزني يونيورسټي کښي د رامخے ته شوي پيښے ذمه واري لاتراوسه چا هم په خپل سر نه ده اغستي۔

ياده دي وي چي غزني يونيورسټي کښي تيره مياشت وړوکې بس د بمي چاودني ښکار شوي ؤ چې  پکښي ډرائيور مړ شوي و۔

Show More

Related Articles