افغانستان: جمات کښي بمي چاودنه کښي دوه شپيته کسان مړه او سل ژوبل

د افغانستان مشرقي صوبے ننګرهار کښي د جمعي مونځ په وخت جومات کښي چاودنه شوي ده چي په نتيجه کښي دوه شپيته کسان مړه او سل نه سيوا ژوبل شوي دي۔

د ننګر هار د ګورنر ترجمان عطا الله خوګياني ترمخه د جومات دننه بمي چاودنه شوي چي له وجي جمات په مکمله توګه ړنګ کړي شوي دي۔

دوي وئيلي دي چي مړه شوي کسان ټول د جمعي مونځ له دغه جمات ته راغلي وو۔ ژوبل په سمدستي توګه هسپتال ته رسولي شوي دي چرته چي د مړه شوي کسانو شميره دوه شپيته نه سيوا شوي او سل پوري د ژوبل کسانو کښي د زياتره حالت مرګوني ښودلي شي۔

په ډيوټي لګولي شوي د پوليس يو اهلکار وينا ده چي کوم وخت د امام صاحب د تلاوت آواز راتلو نو په دغه محال چاودنه شوي او د جمات چهت راغورځيدلے او په جمع ولاړ په کښي ګير شوي ۔

Show More

Related Articles