“د خواجه سراؤ نه د قلنګ اخستو خبره نوې نه ده”

سلمان يوسفزے

پېښور کښې د لولي ډول نومې نرښځۍ نه د يونيم لکه روپو قلنګ غوښتونکې او د مرګ دهړکې ورکونکې  ملزمان پوليس نيولے دے۔

تېره شپه په سوشل ميډيا وائرل شوي ويډيو کښې يو خواجه سراء( نرښځۍ)  لولي ډول تور پورې کړے چې څه کسان د هغه نن د يونيم لکه روپو قلنګ غواړي او د نه ورکولو په صورت کښې ئې هغه ته د مرګ دهړکه ورکړے دے۔

ټي اين سره خبرو کښې هغه ووئيل چې مسټر ګولډن خان او د هغه نور ملګري له تېرو دريو مياشتو راهسې هغه ځوروي او د يو نيم لکه روپو د قلنګ غوښتنه ترې کوي۔

هغۀ وائي د ملزمانو د دهړکې نه پس ئې ګلبهار تاڼه کښې رپورټ درج کړے او پوليس د کارروائې کولو سره ئې دوه ملزمان مسټر ګولډن خان او د هغه ملګرے نيولي دي۔

د لولي ډول ترمخه دغه کسانو څو څو ځله د هغه نه د جنسي اړيکي ساتلو غوښتنه کړې خو لولي ډول ترې انکار کړے نو ځکه هغوئ د هغه ځورول او وېرول شروع کړي دي۔

لولي ډول ټي اين اين ته ووئيل چې د ملزمانو د نيولو نه پس هغه تاڼې ته غوښتل شوې او پوليس د هغه نه د ملزمانو سره د سولې کولو غوښتنه کړې خو ولي هغه ترې انکار کړے او ملزم ته د سزا ورکولو غوښتنه ئې کړې ده۔

هغه زياته کړې چې دغه کسانو وړاندې هم د يو شمير خواجه سراؤ نه د قلنګ اخستو غوښتنه کړې د کومې په وجه چې ځينې خواجه سراء په پېښور پرېښودو مجبوره شوي دي۔

خېبرپښتونخوا کښې د خواجه سراؤ حقونو لپاره کارکونکې تن تيمور کمال ټي اين اين سره خبرو ووئيل چې ټوله صوبه له ډېر مودې راهسې په بېلا بيلو لارو خواجه سراء د زياتې ښکار کېږي کله په دوي تشدد کيږي کله وژل شي او کله دوي ته د مرګ دهړکې ورکول کيږي۔

هغه ووئيل د نرښځيانو نه د قلنګ اخستو خبره نوي نه ده مخکښې هم د يو شمير خواجه سراؤ نه قلنګونه اخستل شوي او د پيسو په سر هغه وژل شوي خو د افسوس خبره دا ده چې په معاشره کښې د خواجه سراؤ په ضد د کرکې ،تعصب او د دوي کمتره ګڼلو فشار سيوا دے او د دوي تپوس پوښتنې کولو والا څوک نشته نو ځکه دوي وخت په وخت په بيلا بيلو لارو ځورول ، ويرول او د تشدد ښکار کيږي۔

د تيمور کمال په خبره پوليسو کله هم د نرښځيانو د تشدد او د وژنې په پېښو کښې د زرۀ نه کار نه دے کړے چې له وجې اکثره ملزمان ډېر زر په ضمانت خوشي شي او هغوئ ته سزا ورنۀ کړې شي۔

هغه ووئيل که چرې چې مونږ ټول په شريک خپله ټولنه کښې نرښځيانو ته د انسانيت په سترګه وګورو او دوي هم د ټولنې برخه وګرځوو نو ممکنه ده چې دوي هم د يو عام انسان په رنګ بے له څه ويرې خپل ژوند تېر کړي او په دوي د روان تشدد، ځورنې او وژلو لړۍ تم شي۔

بلخوا پوليس وئيلي چې دوي د نيول شوي ملزمان په حوالات کښې بند کړي او د نورو  د نيولو په ضد کارروائې دوام لري۔

Show More

Related Articles