خيبر پښتونخوا صحت محکمي ملازمينو پرضد کاروايانو رپورټ جاري کړے

د محکمه صحت ملازمينو په ضد د کاروايانو سلسله د کال دوه زره نورلس جنوري مياشتي نه شوروشوې وه او تر د جنورئ کال دوه زره شل پوري سر ته رسيدلي

د خيبر پښتونخوا محکمه صحت ازاد مانيټرنګ يونټ د صحت ملازمينو په ضد د کاروايانو رپورټ جاري کړې دې۔د رپورټ تر مخه دري ويشت ملازمين د نوکرو نه ويستلي شويدي او ديارلس زره اته سوه اووه نوي ملازمينو ته شوکاز نوټسي جاري کړې شويدي۔

د محکمه صحت ملازمينو په ضد د کاروايانو سلسله د کال دوه زره نورلس جنوري مياشتي نه شوروشوې وه او تر د جنورئ کال دوه زره شل پوري سر ته رسيدلي۔

د محکمه صحت ازاد مانيټرنګ يونټ لخوا جاري شوي بيان تر مخه کال دوه زره نورلس کښې کم وزيات ديارلس زره اته سوه اووه نوي ملازمينو ته شوکاز نوټسي جاري شويدي او د يو ديرش ملازمينو تنخواګاني اودرولې شويدي۔

دي نه علاوه د محکمه صحت سره تړلي کم وزيات ديارلس زره ملازمينو تنخواګانو نه کټوتي هم شويده،دغه رنګه د کټوتي په مد کښې ديرش ميلينه روپئ سرکاري خزاني کښې جمع کړې شويدي۔

پورټ کښې وئيلي شوي دي چې د وړو ملازمينو پشمول ميډيکل افسرانو خلاف هم کاروائي شوې ده چې پکښې نهه نوي ميډيکل افسرانو ته شوکاز نوټسې جاري شويدي۔د ازاد مانيټرنګ يونټ وينا ده چې داسې کارواياني به په کال دوه زره شل کښې هم رواني وي۔

Show More

Related Articles