نن خيبرپښتونخوا کښې نان بائيانو په احتجاجي توګه نامعلومه مودي پوري تنورونه بند کړي

پيښور په شمول د خيبر پښتونخوا په بيلا بيلو سيمو کښي نن نه نان بائيانو د نامعلومه مودي پوري هړتال کولو سره تنورونه بند کړي چي له وجي عام اولس ته مشکلات رامخے ته شوي دي۔

نان بائيانو د وړو نرخ سيوا کيدو له وجي د ډوډي نرخ هم د لس روپے نه په سيوا کولو د پنځلس روپے کولو غوښتنه کړي ده۔ خو ولي صوبائي حکومت د ډوډي نرخ د نه سيوا کولو فيصله کړي ده۔

نن نان بائيانو د خپلو غوښتنو پورا کيدو پوري د هړتال اعلان کړي دي او په ړومبي پړاو کښي ي د پيښور او هزاره ډويژن تنورونه بند کړي دي د کومي له وجي چي ذده کونکي او د سرکاري او غير سرکاري ملازمينو بغير روټۍ ناشته کړي او سکول او دفترو ته تلي دي۔

بل اړخ ته حکومت د وړو په بحران قابو موندولو له پاره د ذخيره اندوزو او ګران فروشو پر ضد د کاروائي کولو حکم کړي دي۔

څرګنده دي وي چي زرعي ملک باوجود هم د وړو بحران شوي د کومے په وجه چي د پنځه څلويښت روپے کلو وړه په اوويا روپے خرڅيږي۔

Show More

Related Articles