“د ډوډۍ نشتوالي په وجه ډېر خلک په لوږه خېټه واپس شوي”

شاه زيب / سلمان يوسفزے

د وړو په نرخ کښې د اضافي ورسته خېبرپښتونخوا سرښار پېښور پشمول د صوبے په زياتره سيمو کښې د نانبايانو لخوا هړتال روان دے او ودي په احتجاجي توګه خپل دوکانونو بند کړي دي۔

د نانبايانو د احتجاج ورسته په صوبه کښې عام اولس او په خصوصي توګه هوټلونه ، مزدور کار خلک او په هاسټل کښې پاتي کيدونکي د ډوډي د نشتوالي په وجه د ستونزو سره مخ شوي دي۔

ټي اين په دې اړه پېښور ښار کښې د نانبايانو د هرټال نه د متاثر شوو خلکو سره خبري کړي چې هغوئ د هړتال له وجې څومره اغېزمن شوي دي۔

په دې اړه د يو هوټل مالک رواج وئيلي ټي اين اين ته ووئيل د ډوډۍ هرټال له وجې په نننۍ ورځ کښې د هغه روزګار ډېر متاثر شوے دے۔هغه وائي نن په درځنونو خلک د هغه هوټل ته د ډوډۍ خوړولو په غرض ورغلي ول خو د ډوډۍ نشتوالي په وجه هغه ټول په لوږه خېټه واپس شوي دي۔

شمس علي چې پېښور ښار کښې د چولو او لوبيا دوکان لري ټي اين اين ته وائي نن مونږ د تېر کله په شان ښه ډېرې چولې او لوبيا پخ کړې دي خو د ډوډۍ نشتوالي په وجه نن زمونږ دوکانداري نه ده شوې او ټول مال راته پاتې شوے دے۔

هغه ووئيل يو خوا مو  په ملک کښې د ګرانۍ له وجې ژوند ګران شوې او بلخوا راسره د روزګار غم پيدا شوے آخر غريب سړے چرته لاړ شي او څنګه خپلو بچو له د يو وخت ډوډۍ پيدا کړي ؟

د يو بل هوټل مالک عبدالله  وائي چې نن هغوئ د خپل ځان سره په کور کښې پخ شوے ډوډۍ هوټل راوړي او خپل کار ئې پرې روان ساتلے خو انديښنه دا ده چې که چرې هړتال وغځولي شي نو مونږ ته به ګران شي چې خپل کاروبار روان وساتو۔

له دې ترڅنګ يو زده کونکې مرسلين ټي اين اين ته ووئيل چې د ډوډۍ نه ميلاويدو په وجه هغه په برګر خوړولو مجبوره شوے دے۔

بلخوا د هړتاک په وجه د کريانې په دوکانونو ډېره ګڼه ګوڼه ليدل شوې او په دې اړه يو دوکاندار عبدالشکور ټي اين اين ته ووئيل چې د نور کله په نسبت نن د هغه د دوکان د کيکونه او بسکټ ډېر خرڅ شوي دي۔هغه ووئيل دوي په خپله هم د غرمۍ په ډوډۍ کښې کېکونه او بسکټ خوړلي دي۔

بلخوا د نانبايانو د تنظيم مشر حاجى محمد اقبال ميډيا سره په خبرو کښې ويلي د يوسل پينځلس ګرامه ډوډۍ  دنرخ لس روپۍ او ديوسل اوويا ګرامه ډوډۍ دنرخ لس روپۍ مقرريدو  دنوټيفيکيشن جاري کيدو پورې  به ئې هړتال دوامداره وي.

Show More

Related Articles