د خيبر پښتونخوا ګورنر هاوس به عجائب ګهر کښې بدلولې شې: شفقت محمود

وزيراعظم هاوس په يو زر شپږ نوې کناله باندې مشتمل او کليز خرچ پرې اووه څلويښت کروړه روپې راځې

حکومت وزيراعظم هاوس پوسټ ګريجويټ تعليمې ادارې کښې بدلو اعلان کړې دې۔ نن اسلام اباد کښې د يوې خبرې غونډې په مهال د تعليم وفاقې وزير شفقت محمود ويلې دې چې د ملک اولس د حکمرانانو د بادشاهانه ژوند تيرولو نه تنګ راغلې دې نو ځکه وزيراعظم عمران خان په خپله فيصله کړې چې وزيراعظم هاوس کښې به استوګنه نه کوې او دے سره ګورنران به هم ګورنر هاوسز کښې نه پاتې کيږې۔

ده اويل چي دې وزيراعظم هاوس په يو زر شپږ نوې کناله باندې مشتمل او کليز خرچ پرې اووه څلويښت کروړه روپې راځې نو ځکه حکومت فيصله کړې چي وزيراعظم هاوس کښې به د اعلې درجې يو پوسټ ګريجويټ کالج کښې بدلولې شې او د وزيراعظم هاوس په شاتنې برخه کښې به نورې ودانې هم جوړلې شې۔

د تعليم وزير اويل چې دۀ اداره به پاکستان کښې په تعليمې توګه ځانګړې مقام لرې او دې لپاره به د پې سې ون تيارولو سره پلان تشکيل کولې شې۔

شفقت محمود دۀ هم اويل چې د خيبر پښتونخوا او بلوچستان ګورنر هاوسز به عجائب ګهرو کښې بدلولې شې۔

Show More

Related Articles

1 thought on “د خيبر پښتونخوا ګورنر هاوس به عجائب ګهر کښې بدلولې شې: شفقت محمود”