اوکزئي کښي د چت پريوتو پيښۀکښې د يو کور څلور کسان مړه شوي

ليويز چارواکو ترمخه د پيښې وروسته مقامي خلکو په خپله مرسته مړې د ملبې نه راوستلي دي او هسپتال ته رسولي دي چرته چې د ژوبل تن علاج روان دې

قبائلي ضلع اورکزو کښې د کور چت پريوتو پيښه کښې د دوۀ ماشومانو پشمول د يوې کورنۍ څلور کسان مړه ولې يو تن ژوبل شوې دې۔

د ذرائعو ترمخه تيره شپه د اورکزؤ ډوپکي سيمه کښې د بارانونو له وجې د کور چت پريوتو پيښه رامخي ته شوي چې پکښې دوۀ ماشومان څلور کلن ايان خان او د دوۀ مياشتو سليمان پشمول اجمير او د هغه کور ودانه امنه نومې زنانۀ مړه شوي ده۔

د ليويز چارواکو ترمخه د پيښې وروسته مقامي خلکو په خپله مرسته مړې د ملبې نه راوستلي دي او هسپتال ته رسولي دي چرته چې د ژوبل تن علاج روان دې۔

ياده دي وي چي تيره ورځ د خيبر پښتونخوا پشمول د ملک نورو برخو کښې د تيزې سيلي او طوفانونو په وجه ولاړ فصل ته زيان رسيدلې دې۔

بلخوا د موسمياتو محکمې راتلونکې شواروز کښې د خيبر پښتونخوا پشمول قبائلي سيمو کښې د تيزې سيلۍ او باران املکان څرګند کړې دې ولې دې لړ کښې د قدرتي افاتونو مخنيوي کونکي ادارې ايف ډي ايم هم اولس ته د طوفانو او بارانو په وجه د څه بدې پيښې لپاره د چمتو اوسيدو امر جاري شوې دې۔

Show More

Related Articles