وفاقې حکومت پيښور کښې د وسلې صنعتې زون جوړوي

د آرمززون جوړيدو ورسته به دا تولې کارخانې يو ځې ته منتقل کولې شې کوم سره چې به وسله اغستونکې هيوادونو ته ډېره آسانې په لاس ورشې او د يو چهت لاندې به سوده کولې شې

پيښور او دره آدم خيل کښې تياريدونکې اسلحې کاروبار او په نړې کښې له دې غوره مارکيټنګ قانونې ګرځولو لپاره منصوبه باندې کار روان دې، او په دے لړ کښې وفاقې حکومت د سيورې لاندې د اسلحه سازې صنعې زرون لپاره پيښور کښې زمکه هم اغستل شوې ده۔

د جيو ويب پانړې رپورټ ترمخه د پيښور او دره آدم خيل خواو شاه درې سوا پورې وسلې کارخانې کار کوې کوم سره چې د نهه زره کسانو روزګار تړلې شوې دې۔ د وسلې دۀ صنعت قريبا يو نيم سل کاله پخوانې دې او له دې ځې ماهره کاريګر د هر ډول وسلې جوړولو مهارت لرې کوم نه صرف په ملکې  بلکه په نړوال کچ هم منل کيږې او خلق ئې غواړې۔

د آرمززون جوړيدو ورسته به دا تولې کارخانې يو ځې ته منتقل کولې شې کوم سره چې به وسله اغستونکې هيوادونو ته ډېره آسانې په لاس ورشې او د يو چهت لاندې به سوده کولې شې۔

د پخوانې وخت ټوپکې، د ښکار او لوبو لپاره استعماليدونکې رائفلرې هم دلته جوړيږې، وفاقې حکومت په داسې مهارت باندې جوړيدونکې وسله په ټوله نړې پيژندګلو لپاره د پيښور کلې والې سيمې متنې، دره آدم خيل او د قبائلې ضلعې خيبر په پوله باندې صعنې زون جوړا وې۔ د وسلې دې زون کښې به دوه سوا يونټې جوړولې شې کوم باندې چې به درې نه تر څلور اربه روپو پورې خرچه راځې۔ په يو نيم سل ايکړه زمکه باندې مشتمل دے منصوبې لپاره به راتلونکې مياشت کښې د فنډ ترلاسه کيدو امکان دې د کومې ورسته چې به دۀ منصوبه دوه کاله کښې سرته رسولې شې۔

Show More

Related Articles