پيښور يونيورسټۍ د بي اے، بي ايس سي نتجې اعلان کړي

امتحان کښې په مجموعي توګه دوۀ ديرش زره هلکان او جينکو زده کونکو برخه اخستې چې پکښې څوارلس زره څلور اتيا زده کونکي کامياب شوي دي

د پيښور يونيورسټۍ تر سيوري لاندې د بي اے ، بي ايس سي د سالانه امتحانونو نتيجې اعلان شوي دي۔

د جارې شوې اعلاميې ترمخه امتحان کښې په مجموعي توګه دوۀ ديرش زره هلکان او جينکو زده کونکو برخه اخستې چې پکښې څوارلس زره څلور اتيا زده کونکي کامياب شوي دي۔

کامياب شوې زده کونکو کښې د جناح کالج مناهل بي اے کښې څلور سوۀ څلور څلويښت نمبرې ترلاسه کولو سره وړومبې د آرمي برن هال کالج ايبټ اباد زده کونکي دويم ولي د جناح کالج ساره خان دريم پوزيشن ترلاسه کړې دې۔

بي ايس سي کښې هم د جناح کالج زهره د پينځه سوه يو نمبرو سره وړومبې کرن زيب او عروج د څلور سوه اتيا اوويا نمبرو سره دويم ولې د آرمي برن هال کالج ايبټ آباد اقصه رشيد د څلور سوۀ اووۀ ديرش نمبرو سره دريم پوزيشن ترلاسه کړې دې۔

د يادونې وړ په امتحان کښې تر اووۀ زرۀ پورې پرائيوټ زده کونکو هم برخه اخستي دي او دا چې د رزلټ نيتجه درې څلويښت فيصده ښودل شوې ده۔

Show More

Related Articles