صوابي: د پښتونخوا ملي عوامي پارټئ ضلعي صدر په ډزو وژلے شوے

د پوليس وينا ده چي فاروق خان نن سحر زيده سيمه کښي خپل کور کښي موجود وو

 

صوابئ کښي نامعلومه کسانو د پښتونخوا ملي عوامي پارټئ ضلعي صدر فاروق خان په ډزو وژلے دے۔ د پوليس وينا ده چي فاروق خان نن سحر زيده سيمه کښي خپل کور کښي موجود وو چي دغه مهال ورته نامعلومه کسانو آواز اوکړو او چي څه رنګ دے د کور نه بهر رااوتو نو ډزي پي شروع کړي چي له وجي په موقع مړ شو۔ پيښي نه پس ملزمان تيښته کښي کامياب شوي دي ولي پوليس د لټون عمليات پيل کړي دي۔

د فاروق خان چاسره ذاتي دښمنئ په اړه څه معلومات مخي ته نه دي راغلي۔

Show More

Related Articles