راتلونکي شوا روز کښي خيبرپښتونخوا کښي د نور باران وريدو امکان

پيښور کښي نن د حرارت کمه درجه دولس او زياته نهويشت ډګري سينټي ګريډ ريکارډ کړے شوي ده

د موسمياتو محکمي راتلونکي شوا روز کښي د خيبرپښتونخوا زيات تره برخو کښي د نور باران وريدو امکان څرګند کړے دے۔ محکمي ترمخه راتلونکي څلريشت ګهنټو کښي ملاکنډ، هزاره، پيښور، مردان او کوهاټ ډويژنو کښي د باران کيدو امکان دے۔ محکمه وائي چي د شمالي او جنوبي وزيرستان نه علاوه ټولو قبائلي ضلعو کښي هم د باران کيدو طمع ده۔ پيښور کښي نن د حرارت کمه درجه دولس او زياته نهويشت ډګري سينټي ګريډ ريکارډ کړے شوي ده۔

ياده دي وي چي تيره ورځ هم د خيبرپښتونخوا ټولو برخو کښي باران وريدلے دے چي له وجي د ګرمئ زور مات شوے دے

Show More

Related Articles