‘‘خيبرپښتونخوا کښي د ذهني مرضونو هسپتالونو کښي خلق د ځناورو په شان ساتلے شي‘‘

خلق خپلو کورونو کښي ځناور او سپي هم داسي حالت کښي نه ساتي

 

چيف جسټس مياثاقب نثار ريمارکس ورکولو سره وئيلي دي چي خيبرپښتونخوا کښي د ذهني مرضونو هسپتالونو کښي خلق د ځناورو په شان ساتلے شي، خلق خپلو کورونو کښي ځناور او سپي هم داسي حالت کښي نه ساتي۔ نن د سپريم کورټ چيف جسټس مياثاقب نثار په مشرئ کښي دري کسيزه بنچ د خيبرپښتونخوا هسپتالونو خراب حالت په حقله د ازخود نوټس اوريدنه اوکړه۔

د اوريدني دوران د خيبرپښتونخوا چارواکو عدالت ته اووي چي د پبلک هسپتالونو سروے مکمل کړے شوي ده، صوبه کښي ټول دري شپيته سرکاري هسپتالونه دي او ددي نه د روزانه په بنياد څلور زره کلوګرامه ګند راوځي۔

چيف جسټس اووي چي د خيبرپښتونخوا حکومت سره د ګند ځائي ته وړلو دپاره څومره صلاحيت موجود دے په کومه چي د صوبي سيکرټري هيلت جواب ورکړو چي زمونږ صلاحيت شپږ ديرش سوه کلوګرامه ګند په ځائي کولو پوري دے او څلور سوه اتيا کلوګرامه ګند ځائي ته وړلو دپاره شل کروړه روپئ ځانله کړے شوي دي۔

دي مهال چيف جسټس دا هم اووي چي د ذهني مرضونو هسپتالونو کښي خلق د ځناورو په شان ساتلے شي، هسپتالونو کښي زائد المعياد دواياني راوځي، دعوي کولے شي چي خيبرپښتونخوا نه جنت جوړ کړے شو ولي زه خو وايم چي راځئ چي د هسپتالونو حالت اوګورو۔

چيف جسټس اووي چي راتلونکي څو ورځو کښي به د ذهني مرضونو د هسپتال دوره کوي۔ چيف جسټس ريمارکس ورکولو سره داهم اووي چي د پي ټي آئي حکومت وائي چي د هسپتالونو حالت ئي خه کړے دے ولي پنځه کالو پوري هسپتالونو کښي د ګند په ځائي کولو نظام هم نصب نکړے شو۔

وروسته عدالت ګند په ځائي کولو نظام نصب کولو په باره کښي ماهانه بنيادونو باندي د کار رپورټ غوښتلو سره د کيس اوريدنه دوه مياشتو دپاره اوځنډوله۔

Show More

Related Articles