بټګرام‘ د واده ډوډۍ دوه سوه ديرش کسان هسپتال ته رسولي

د بټګرام هسپتال کښي ايمرجنسي نافذ کړے شوے ده۔

د بټګرام ضلعي هوتل ديشان سيمه کښي د واده دستوره کښي زهريله خوراک خوړولو له وجي د دوه سوه ديرش کسانو حالت خراب شوے کوم چي په سمدستي توګه علاج له پاره د بټګرام ډسټرکټ هيډ کواټر هسپتال ته رسولے شوے دي ۔

د زريعو وينا ده چي تيره شپه د بټګرام  هوتل ډهيري کلي په يو کورکښي د واده دستوره کښي د ډوډۍ خوړولو روسته د ميلمانو طبيعت خراب شوے دي او  دوه سوه ديرش کسان د هيضے ښکار شوے۔ دغه ټول متاثره کسان هسپتال ته منتقل کړے شوے دي۔ ډاکټرانو په خوراک کښي د څه زهريله څيز د موجودګۍ څرګندونه کړے ده۔

د بټګرام هسپتال کښي ايمرجنسي نافذ کړے شوے ده۔

Show More

Related Articles