خيبر پښتونخواه کښي باران او واورے وريدو سره موسم نورهم يخ شوے

نن پيښور کښي د حرارت کمه درجه څلور او زياته اولس ډګري سينټي ګريډ ريکارډ کړے شوے ده۔

تيره ورځ د خيبر پښتونخواه په زياتره سيمو کښي باران او واورے وريدو سره موسم کښي يخ والي راغلے دي۔

د موسمياتو محکمے تر مخه تيره ورځ  رسالپور کښي درويشت،کلام او پټن کښي اتلس ،مالم جبه، بره دير اوبالاکوټ کښي اولس، تيمرګره کښي اته، کاکول کښي اووه ، چترال او دورش کښي شپږ ملي مټره باران ريکارډ کړے شوے دي۔

محکمه زياتوي چي د صوبے زياتره غريزو سيمو کښي  واوره هم وريدلے ده۔

د موسمياتو محکمے ترمخه راتلونکي شواروز کښي ټوله خيبر پښتونخواه کښي به په اسمان خال خال وريځي خوري وي۔ ولي ملاکنډ او هزاره ډويژن کښي د باران وريدو طمع ده۔

نن پيښور کښي د حرارت کمه درجه څلور او زياته اولس ډګري سينټي ګريډ ريکارډ کړے شوے ده۔

Show More

Related Articles