خيبر ميډيکل کالج طالبعلم ځان وژنې کيس کښې د پلار نوې څرګندونه

ډاکټر انجم اويل چې د هغه زوې هيڅ کله هم ځان نه شو وژلې او دا چې د خودکشې خبره کښې څه قسمه صداقت نشته دے چې ګني هغه د ذهنې فشار ښکار و

د پيښور خيبر ميډيکل کالج طالبعلم ځانې وژنې کيس معاملې نوې لور اختيار کړيدے۔ مردان کښې ميډيا سره خبرو کښې د فائينل ائير طالبعلم پلار ډاکټر انجم خالد ويلې دې چې  تسنيم انجم د هغه يواځنې او ډير قابل زوې و او دا چې ميټرک او دولسم جماعت کښې ړومبئ پوزيشن ترلاسه کړې و۔

ډاکټر انجم اويل چې د هغه زوې هيڅ کله هم ځان نه شو وژلې او دا چې د خودکشې خبره کښې څه قسمه صداقت نشته دے چې ګني هغه د ذهنې فشار ښکار و۔

ده تور و لګولو چې د کالج انتظامې د غفلت څرګندونه کړيده او دا چې د پيښي اووه ګهنې ورسته هغه ته اطلاع ورکړي شوې وه او دے نه علاوه د زوې پوسټ مارټم ئې د اجازت نه بغير شويدې۔

ډاکټر انجم غوښتنه اوکړه چې د زوې قتل کيس پلټنو کښې د کالج پرنسپل شامل کړې شې ځکه چې د پرنسپل ډاکټر نورالايمان د رويي نه ټول طالبعلمان تنګ راغلې دې۔

د طالبعلم پلار ډاکټر انجم خالد د پيښې عدالتې پلټنو مطالبه کړيده او ويلې دې چې وزير عمران خان او وزيراعلې محمود خان دې ورته انصاف ورکړې۔

څرګنده دے وې چې درې ورځې وړاندې د پيښور خيبر ميډيکل کالج يو طالبعلم د کے ايم سې سينا هال هاسټل کښې د څرګنده وجوهاتو لکبه خپل ځان وژلې و۔

Show More

Related Articles