ګورنر شاه فرمان وزيراعلې سره د اختلافاتو خبرونه دروغ بللې

څرګنده دے وې چې تيره ورځ د خيبر پښتونخوا او ګورنر شاه فرمان او وزيراعلې ترمينځ د اختياراتو ساتلو په اړه باندې ميډيا کښې د اخلافاتو خبرونه رامخي ته شوې وو

 د خيبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان د وزيراعلې محمود خان سره د اختلافاتو خبرې دروغ بللې دې او ويلې دې چې سې ايم سره ئي هيڅ قسمه اختلاف نشته دے۔

څرګنده دے وې چې تيره ورځ د خيبر پښتونخوا او ګورنر شاه فرمان او وزيراعلې ترمينځ د اختياراتو ساتلو په اړه باندې ميډيا کښې د اخلافاتو خبرونه رامخي ته شوې وو۔

ولې ګورنر شاه فرمان خپل وضاحتې بيان کښې ويلې دې چې وزيراعلې سره ئي اختلافاتو په حقله خبرونو کښې صداقت نشته دې ګورنر ويلې دې چې وزيراعلې د صوبې چيف ايکزيکټيو دے او دا چې د صوبې او په خصوصې توګه قبائلې ضلعو د ترقې او خوشحالئ دپاره دوانړه په يو پيج باندې دې۔

فرمان اويل چې وزيراعلې سره د آئې جې او چيف سيکرټرې د بدلو اختيار شته دے او هغه دغه اختيار استعمال کړي دې۔

Show More

Related Articles