نوموړې شاعر، اديب نقاد او صحافې قلندر مومند شپاړلسمه کليزه درناوې سره مانځل شوه

د نوموړې شاعر، اديب،نقاد او صحافې صاحبزاده حبيب الرحمن المعروف قلندر مومند شپاړلسمه کليزه ډيره په درناوې سره مانځلې شويده

د نوموړې شاعر، اديب،نقاد او صحافې صاحبزاده حبيب الرحمن المعروف قلندر مومند شپاړلسمه کليزه ډيره په درناوې سره مانځلې شويده۔

دے لړ کښې د پيښور ارکائيو لائيبرې هال کښې د يوې دستورې تابيا شوې وه چې پکښې سليم راز، مشتاق مجروح، ډاکټر اسرار او پروفيسر فضل الرحمن پشمول ګڼ شمير سره شاعرانو، اديبابو او خبريالانو ګډون کړيدې۔

پدے مهال اديبانو او محققينو خپلې مقالې وړاندې کړې کوم کښې چې د قلندر مومند د شخصيت بيلا بيل اړخونه او پيښتو ژبې او ادب نه علاوه د هغه سياسې خدماتو او کارنامو باندې رڼرا واچول شوه۔

سليم راز، مشتاق مجروح او نورو وينا کونکو اويل چې ارواښاد قلندر مومند د باچا خان نزدې ملګرو کښې وو چه چې د خپل انقلابې خيالاتو په ترڅ کښې د زندان سختې زغملې وې، د صدر ايوب د ون يونټ پاليسې باندې سختې نيوکې کړې وې او دا چې پټه خزانه کوم چې پيښتو ړومبئ کتاب ګنړلې شې هغې باندې نيوکې کولو سره پرې خپل هم عصر اديبانو او نقادو لخوا ډير زيات تنقيد او مخالفت شوې وو۔

د ژورې مطالعې او لوستونکې خپل ګرفت او اثرورسوخ له وجې هغه د پښتو ژبې ډاکټر جانسن ګرځولې کيږې، مقررينو اويل چې د قلندر مومند شخصيت زمونږ د قامې تاريخ مهمه ستن ده، او دا چې قلندر مومند يو رجحان ساز شخصيت مالک و، په کال نورلس سوا شپږ اويا کښې هغه خپلا ړومبئ شعرې مجموعه سباؤن سره هغه د پښتو شاعرې ته يو نوې جهت ورکړو، له دے ورسته د ارواښار لنډه مجموعه ګجرې شائع شوې وه۔

قلندر مومند په کال نورلس سوا دوه شپيته کښې د ‘‘د ساهو ليکونکيو ادبې مرکه‘‘ نومې ادبې تنظيم جوړ کړو کوم نه چې نوموړې شاعران، اديبان او علما راپيدا کړو، دے تنظيم جنرل سيکرټړې مشتاق مجروح خپله وينا کښې اويل چې هغه او ملګرو ئې د قلندر مومند مشن دوام دار ساتلې دې او دا چې د قلندر مومند ريسرچ سيل تر سورې لاندې يو شمير کتابونه چاپ کړې شويدي۔

پدے موقع د منتظمينو لخوا د سباؤن څلور ايډيشن لانچ کړې شو او دا چې د ملاکنډ سره تعلق لرونکې شاعرې عاصمه اخلاص د ارواښاد منظوم ته د عقيدت پيزونې وړاندې کړې۔

ياده دے وې چې قلندر مومند په کال نورلس سوا ديرش کښې د پيښور بازيد خيل سيمه کښې زيږدلې و، ړومبئ زدکړې او انګريزې کښې ماسټر ډګرې ترلاسه کولو ورسته د درس او تدريس شعبې سره وو تړلې شو ولې سياسې هلو ځلو لکبله هغه دا شعبه پريخودو باندې مجبوره شو۔

عربې، فارسې، اردو، هندې او انګريزې ژبو باندي مکمل کمال ترلاسه وو او دا چې د نولس کتابونو مصنف وو او پيښور پريس کلب ړومبئ صدر و او دے نه علاوه د اردو، انګريزې او پښتو رسالو او جرائدو کښې به ئې په باقاعده توګه مضمونونه چاپ کيدل۔

Show More

Related Articles