پيښور پوليس د نشه کونکې کسانو پرضد خصوصي مهم پيل کړي ګڼ شمير ګرفتار

د پيښور پوليسو د منشيات خرڅونکو او بيلابيلو نشو کښې اخته کسانو پرضد خصوصې کريک ډاون شروع کړيدې چې پکښې ګڼ شمير نشيان نيولې شوې دې

د پيښور پوليسو د منشيات خرڅونکو او بيلابيلو نشو کښې اخته کسانو پرضد خصوصې کريک ډاون شروع کړيدې چې پکښې ګڼ شمير نشيان نيولې شوې دې۔

د پوليس چارواکو ترمخه دے خصوصې مهم دپاره د پوليس دولس ټيمونه جوړ کړې شوې دې او اوسه پورې يو سل پنځه نوې نشه کونکې کسان نيولې شوې دې، دے مهم کښې پوليس ته د ضلعې انتظامې مرسته هم ترلاسه ده۔

پوليس چاروائې چې نيولې شوې نشه يانو کښې دوه پنځوس د خيبر ټيچنګ هسپتال سائيکاټري وارډ کښې داخل کړي شوي دې او پاتې به د ضلعې نورو هسپتالونو ليډې ريډنګ، حيات اباد ميډيکل کمپلکس او پېښور کښې جوړ د منشياتو بحالې مرکزونو ته منتقل کولې شې۔

پوليس وائي چې دے خصوصې مهم په مهال هغه کسان هم په نخه کولي شې څوک چې منشياتو کاروبار کوې او له دوې پرضد به مقدمي درج کولې شې۔ او دا چې سې سې پي او پيښور په زاتې توګه له دے خصوصې مهم څارنه کوې او ړومبئ مرحله کښې به په مختلفو روډونو په څرګنده نشه کونکې کسان نيولې شې او هسپتالونو ته منتقل کولې کيږي۔

Show More

Related Articles