چارسده کښي کم عمره ماشوم سره جنسي زياتي کونکي ملزمان نيولي شوي

په يو څو ساعتونو کښي دننه دغه ملزمان نيولي دي

چارسده کښي يو کم عمره ماشوم سره په بد فعلي کولو ملزمان نيولي شوي دي ۔

د پرانګ تهانړے پوليس تر مخه د پړانګ ډيرے کورونو اوسيدونکي  فواد ولد شاه نظر مور تيره ورځ ورسره رپورټ درج کولو په وخت وئيلي دي چي ساجد او محمد افضل نومي دوه تنانو د دے ځوي سره جنسي زياتي کړي دي۔

د رپورټ درج کولو روسته د چارسدے ډي پي او په امر يو خصوصي ټيم جوړ کړے شوي دي کوم چي په يو څو ساعتونو کښي دننه دغه ملزمان نيولي دي۔

د پوليس وينا ده چي دغه ملزمانو خپل جرم منلي دي د کومے روسته چي د دوي پر ضد مقدمه پيل کولو سره د دوي خلاف قانوني کاروائي شروع کړے شوي ده۔

 

 

Show More

Related Articles