د ترهه ګرې مخنوې عدالت د مشال خان قتل کيس فيصله محفوظه کړيده

د پيښور ترهګري مخنيوي عدالت د مشال قتل کيس فيصله محفوظ کړيده او د فيصلے اورولو دپاره ئي د کيس اوريدنه  تر مارچ شپاړسمي نيټي پوري ځنډولے دے

د پيښور ترهګري مخنيوي عدالت د مشال قتل کيس فيصله محفوظ کړيده او د فيصلے اورولو دپاره ئي د کيس اوريدنه  تر مارچ شپاړسمي نيټي پوري ځنډولے دے۔
د پيښور ترهګري مخنيوي عدالت نمبر دويم په عبدالولي خان يونيورسټي کښي وژلې شوي طالبعلم مشال د کيس اوريدنه کړيده د دوانړو فريقنو له اړخه وکيلانو دلائل مکمل کړې دې، او تر دي دمه د شپږڅلويښت ګواهانو بيانات ريکارډ کړے شويدي چي پکښې د مشال د پلار اقبال لالا بيان هم شامل دے۔
د دلائلو نه پس د ترهګري مخنيوي عدالت د مشال قتل کيس په اړه فيصله محفوظ کړيده او فيصلے اورولو لپاره ئي سماعت تر مارچ شپاړسمي نيټي پوري ځنډولے دے۔
ياده دي وي چي پيښور هائيکورټ د ترهګري مخنيوي عدالت نه احکامات جاري کړي وو چي د مشال قتل کيس ټرائيل دي په دوو مياشتو کښي مکمل کړي شې۔

Show More

Related Articles