بنو تعليمې بورډ چئيرمين باندې رشوت اغستو تورونه لګول شوې

د بنو تعلیمی بورډ چیرمین او کنټرولر باندې د بډې او رشوت د لارې د امتحانی هال د بدلولو او خرڅولو  تورونه لګول شوي دي

د بنو تعلیمی بورډ چیرمین او کنټرولر باندې د بډې او رشوت د لارې د امتحانی هال د بدلولو او خرڅولو  تورونه لګول شوي دي۔.

پۀ دې اړه بنو کښې ملک عید نواز بکاخېل د خبرې غونډې پرمهال ويلې دي چي د نهم او لسم جمات سالانه امتحان د پاره ګورنمنټ هائې سکول ملک صورت خان ته امتحانی هال بغېر د درخواست او سفارش نه پۀ میرټ ورکړې شوې وو۔.ملک عیدنواز بکاخېل اويل چي د امتحانی عملې ډیوټې هم لګولي شوې وې او طالب علمانو ته رولنمبر سلیپونه ګورنمنټ هائي سکول صورت خان امتحانی هال باندې جاري کړې شوی وو۔

ولې دوئ اوس معلومه شوې چې دغه امتحانی هال د نورو امتحاني هالونو پۀ شان  د بنو بورډ چیرمین نیک نواز او کنټرولر حیدر زمان وزیر د بډې رشوت او سفارش پۀ وجه یو پرائيویټ سکول ته بدل کړې او درون رشوت ي پرې اغستې دې۔.

دوي اويل چې دا  نۀ یوازې د صورت خان هائي سکول د طالبعلمانو سره امتیازي سلوک دے بلکه د طالب علمانو امتحان باندې د بد اثر غورزولو یولوئې سازش معلومېږي.ملک عید نواز خان د حکومت نه غوښتنه کوی چې نۀ یوازې د ګورنمنټ هائي سکول صورت خان نه د امتحانی هال د بدلولو پلټني وکړې شي بلکه د امتحاني هالونو د خرڅول پۀ شکل کښې دې د بنو تعلیمی بورډ د ناوړه تجارت او کاروبار لاره وۀ نیسي.

Show More

Related Articles