بره دير: چترال ته تلونکې مين روډ لينډ سلايډڼګ له عمله بند

د روډ بنديدو له وجې چترال او بره دير اړخ ته ګڼ شمير ګاډې کښې ناست مسافر د روډ کولاويدو په انتظار کښې ناست دې،

د پيښور او چترال ترمينځ لوئې سړک د چکياتن په مقام لينډ سلايډنګ يعنې غر خويدو له وجې بند شوېدې۔

د بره دير ضلعې انتظامې ترمخه د چکياتن په مقام دغه لينډ سلايډڼګ د زيات باران او وارو له وجې شويدې د کومې له وجې چې مين سړک په مکمله توګه بند دې۔

د روډ بنديدو له وجې چترال او بره دير اړخ ته ګڼ شمير ګاډې کښې ناست مسافر د روډ کولاويدو په انتظار کښې ناست دې، پخوا چارواکې وائې چې د روډ کولاويدو دپاره د لينډ سلائيډڼګ ځې ته مشندرې رسولې شوې ده او امدادې هلې ځلې دوام لرې او دا چې انتظاميه خپل پورا کوشش کوې چې سړک په سمدستې توګه ټريفک دپاره کولاو کړې شې۔

Show More

Related Articles