لکي مروت: وسلوالو سره مقابله کښې پوليس اهلکار وژل شوې

ډې پې او ويلې دې چې وسلوالو د سپاهې ټوپک اغستو سره نورو پوليس اهلکارو باندې ډزې کړې

 

لکې مروت کښې د پوليس او وسلوالو ترمينځ انښته کښې يو وسلوال مړ او دوه نور نيولې شوې دې او دا چي دغه مقابله کښې يو پوليس اهلکار هم مړ شويدې۔

پوليس د ملزمانو ولقې نه درې تمانچي، کارتوس او دوي موټر سائيکلې خپله قبضه کښې اغستې دې۔

د لکې مروت ضلعې پوليس آفسر آصف ګوهر د يوې خبرې غونډي په مهال ويلې دې چې تير ماښام د شهباز خيل پوليس چوکې پنځه اهلکار د انچارج سب انسپکټر اياز خان تته باشې خيل کښې ناکه بندې کړې وه چې دغه مهال دوه موټر سائيکل سورو کوم باندې چې څلور مشکوک کسان ناست وو، پوليس ورته د اودريدو اشاره اوکړه ولې موټر سائيکل سوره د اودريدو په ځې تيخته اوکړه ۔

دے دوران دغه وسلوالو سبزعلې نومې پوليس اهلکار باندې ډزې کړې چې له وجې هغه په موقع مړ شويدې۔

ډې پې او ويلې دې چې وسلوالو د سپاهې ټوپک اغستو سره نورو پوليس اهلکارو باندې ډزې کړې دې ولې جوابې کاروائې کښې وسلوال وژلې دې۔

Show More

Related Articles