خيبر پښتونخوا حکومت پوليو څاڅکو نه انکارې والدينو شناختې کارډونه بلاک کولو فيصله کړې

د خيبر پښتونخوا اطلاعاتو وزير شوکت يوسفزئې ميډيا سره خبرو کښې ويلې دې چې ماشومانو ته د پوليو نه بچ کيدو څاڅکي نه اچول ترهه ګرې ده۔

د خيبر پښتونخوا حکومت خپلو ماشومانو ته پوليو وائرس نه بچ کيدو قطرې نه اچونکې والدينو قامې شناختې کارډونه بلاک کولو فيصله کړېده۔ د خيبر پښتونخوا اطلاعاتو وزير شوکت يوسفزئې ميډيا سره خبرو کښې ويلې دې چې ماشومانو ته د پوليو نه بچ کيدو څاڅکي نه اچول ترهه ګرې ده۔

شوکت يوسفزئې اويل چي د پوليو قطرې اچولو يقينې کولو دپاره به صوبائې حکومت د شناختې کارډ بلاک کولو پشمول به هر قسمه ګام پورته کولې شې۔ ده اويل چې د خيبر پښتونخوا څوارلس ضلعو کښې درې زره داسې کسانو نشاندهي شويده څوک چې ماشومانو ته د پوليو وائرس نه بچ کيدو څاڅکي نه ورکوې۔

صوبائې وزير دا هم ويلې دې چې ورځ تر بلې له داسې کسانو شميره زياتيږې کومه چې د انديښنې وړ خبره او دے مخه نيول دپاره حکومت دا ګام پورته کړيدې۔

شوکت يوسفزئې زياته کړې چې د کومو والدينو شناختې کارډ بلاک شې هغه به ډپټې کمشنر د تصديق ورسته بحالولې شې۔

Show More

Related Articles