پي ايس ايل:اسلام آباد يونائيټډ د خوندوري لوبي ورسته کراچي کنګز ته ماتي ورکړې

د پاکستان سپرليګ( پي ايس ايل) په څلورم پړاؤ  ايليمنيټر لوبه کښې اسلام آباد يونائيټډ د خوندوري لوبي ورسته کراچي کنګز ته ماتي ورکړې او ځان ئې سيمي فائينل ته رسولې دې۔

تيره شپه د کراچۍ په قامي سټډيم کښې شوي لوبه کښې د کراچي کنګز کپتان عماد وسيم د ټاس ګټلو سره د وړومبي بيټنګ کولو فيصله وکړه او اسلام آباد يونائيټډ ته ئي د ګټي لپاره د يو سل دوۀ شپيته رنزونو هدف ورکړې ؤ۔

په ځوابي بيټګ کښې اسلام آباد يونائيټډ د خوندوري لوبي سره ورکړې شو هدف د شلم اوور په دريم بال ترسره کړې چې ورسره کراچي کنګز د ټورنامنټ نه بهر ولې اسلام يونائيټډ ځان سيمي فائينل ته رسولې دې۔

څرګنده دي وي چې د ميچ ګټلو ورسته اسلام آباد نن د پيښور زلمي سره سيمي فائينل لوبوي چې له مخي به ئې ګټه ترلاسه کونکي ټيم په فائنل کښې د کوئيټه ګليډي ائيټرز سره مقابله کوي۔

Show More

Related Articles