نوښار کښې اته کلن ماشوم د جنسي زياتي ښکار شوې، پولس ملزم نيولې

د نوښار په اکوړه خټک ايسوړي پايان سيمه کښې اته کلن ماشوم د جنسي زياتي ښکار شوے دے۔

د پوليس ترمخه د چارشنبې په ورځ د ايسوړي پايان يو خوارکښ خان اعظم په اکوړه تاڼه کښې د رپورټ درج کولو په مهال پوليس ته وويل چې هغۀ يو خوارکښه انسان دې او ټوله ورځ په خپله مزدورۍ پسې د کور بهر وي خو ولې نن چې هغۀ خپله مزدوي کوله نو له کوره ورته خبر ترلاسه شو چې نامعلومه تن ئې د اته کلن زوي سره په زور جنسي زياتي کړې دې۔

خان اعظم پوليس ته وويل کله چې ئې په کور کښې  د خپل زوي ريحان نه د پيښې په اړه تپوس وکړو نو هغۀ ورته وويل چې رازق نومي تن د هغه سره په زور جنسي زياتي کړې هغۀ وويل د پيښې ورسته مقامي خلکو احتجاجي مظاهره هم کړې ده۔

بلخوا د پوليس لخوا متاثره شوي اته کلن ريحان د ميډيکل ټسټ لپاره د نوښار ضلعي هيډ کواټر هسپتال ته رسولې چرته چې ډاکترانو له هغه سره د جنسي زياتي پخلے کړې او پوليس د خان اعظم په مدعيت کښې د ملزم رازق په ضد مقدمه درج کړي وه۔

د مقدمې درج کيدو نه پس پوليس د ملزم نيولو لپاره د لټون عمليات پيل کړې او په څلريشت ساعتونو کښې دننه ئې ملزم نيولې دې چرته چې ملزم د خپل جرم اعتراف کړے دے۔

Show More

Related Articles