د شهد مچو پالونکو لپاره موسمي بدلون یو لوئي چېلنج

د پلوسې څلويښت فيصده شهد آزاد کشمیر کښې پیدا کيږي ولې نن سبا سکيورټي انديښنو له کبله د مچو پالونکو ته هغلته د تلو اجازه نه ورکول کیږي

هدایت خان
خېبرپښتونخوا کښې تیر یو کال کښې د شهد مچو د مرګ شرح کښې اضافه کتل شوې ده او پالونکي ئي وائي چې د مچو په صحت زیات بد اثرات د بدلېدونکې موسم له وجې رامخې ته شوې دي.

د انسانانو او د شهد مچو پشمول په ټولو حشراتو او ځناورو هم د موسمي بدلون بد اثرات دي چې له وجې نه صرف ژوند متاثره دې بلکه پالونکي ئي وائي چې دې سره ئي د شهد پیدوار هم کمیږي.

نوښار کښې د شهد مچو د فارم مالک عدنان احمد وائي چې موسم او آب و هوا کښې بدلون سره د مچود ژوند طرز او خوراک، څښاک باندې هم اثر پریوزي. ” که تا سره مچۍ دي او موسم کښې ناڅاپي، تیز او مسلسل بدلون راځي نو ظاهره خبره ده چې په هغې به بد اثرات لري او پيدوار به ئي هم متاثره کیږي” عدنان زیاته کړه.

ټي اېن اېن سره خبرو کښې عدنان ووېل چې تیر کال د ګرمۍ په موسم کښې ئي په غیرممکنه توګه د فارم شاوخوا څلويښت فیصده مچۍ مړې شوې وې. عدنان خیال لري چې په مچو دغه بد اثرات موسم کښې شدت لکه زیاتې ګرمۍ، طوفان، ناڅاپي بارانونه له وجې رامخې ته شوي دي. ده اوېل چې موسمي شدت د ګلونو پيدوار هم اغېزمن کړې وؤ چې له وجې دوي مچو ته خوراک پورا کولو لپاره د چینو ګډې اوبه ورکولې او دې سره د شهد معیار هم غورځېدلې وؤ. دغه شهد بهر ملکونو ته څه چې مقامي مارکيټ کښې هم خلکو نه خوښول.

مچو ته خوراک پورا کولو لپاره د چینو ګډې اوبه ورکولې چې ورسره د شهد معیار غورځېدلې ؤ

“چې لوئي کاروباریان په لویه کچه د شهد د مچو فارمونه لري هغوي د بدلېدونکي موسم سره د مچو او ګبینونو د پالنې او حفاظت طریقې هم بدلوي ولې د وړو فارمونو مالکان دې لړ کښې غېرتجربه کار دي” عدنان اوېل او زیاته ئی کړه چې واړه کاروباریان په غیرمستحکم حالاتو کښې د ناتجربه کارۍ له وجې اکثره د مچو د خوراک ضرورت پورا کولو یا هغې ته پکار مخصوص خوراک ورکولو کښې ناکامه په نظر راځي د کومې اثر چې د شهد په پیدوار پریوځي.
د شهدو مچۍ یخ موسم کښې یو ځائي ته راټولیږي ولې د موسم ګرمېدو سره دا هم خوریږي او داسې حالاتو کښې سخت موسم او د موسم زر زر بدلېدو سره د دوې مستقل مزاجۍ کښې فرق راځي د کومې نتیجه چې د ګبین په صحت پریوزي.

عدنان تر مخه د شهد مچو د مرګ شرح کښې د اضافې مطلب دا نه دې چې د پالونکو په شمیره کښې به کمې راشي، ده زیاته کړه چې تیره یو عشره کښې د شهدو مچو کاروباریانو د خصوصي پاملرنې له وجې د دې شمیره کافي زیاته شوې ده او اوس د مړه کېدونکو مچو په ځائي ډیر زر دوې د نوې مچو اهتمام کوي ولې بیا هم دې سره ئي خرچې زیاتیږي.
د پاکستان ایګريکلچرل ریسرچ کونسل (پارک) تر مخه د شهدو د مچو پالنه پاکستان کښې یو ګټه ور کاروبار ګرځېدلې دې او دا مهال اووه زره پورې خلک د مچو پالنې سره تړلي دي. ملک کښې موجوده وخت کښې درې لکه پورې د شهد د مچو کالونیز دي چې ترې کال کښې اووه نیم زره میټرکه ټنه شهد پیدا کيږي.

د پارک خیال دې چې د شهدو د مچو کاروبار کښې د غځېدو ډیرې موقعې دي ځکه چې ملک کښې د مچو او شهد لپاره پکار مخصوص ګلونه او بوټي زیات مقدار کښې دي کومې نه چې د لس لکه کالونیز د مچو د خوراک ضرورتونه پورا کېدلې شي.

د شهد د کاروباریانو تنظیم ترمخه هر کال پنځه نه تر اووه سوه پورې کنټینره شهد خلیجي ملکونو ته هم استولې شي. کاروباریان غواړي چې د شهدو تجارت ته دې د صنعت درجه ورکړې شي او یورپي ملکونو سره دې هم په دې لړ کښې یو معاهده وکړې شي ځکه چې هغه مارکیټ کښې د غوښتنې باؤجود دوي مال نشي استولې.

د ترناب فارم یو پخواني غړي اتیا کلن حاجي کنار شاه ټي اېن اېن سره خبرو کښې وئیلې چې پاکستان کښې د شهد د مچو څلور قسمونه دي ولې خېبرپښتونخوا کښې ټولو نه زیات پيداوار ورکونکي مچو نسل د اسټریلیا نه درآمد کړې شوي دي ځکه چې د مقامي مچو د شهد پیدوارا کښې ډیر ښکاره کمې کتلې شوې دې.

حاجي کنار شاه وائي چې کال نولس سوه اتیا کښې د افغان مهاجرینو راتګ سره حکومت د یو نړيوالې ادارې په مرسته د اسټریلیا مچې صوبه کښې معارفي کړې وه چې مقصد ئي دوې لپاره د روزګار بندوبست کول وؤ. وروسته د دې ګټې ته کتو سره مقامي خلکو هم دې کاروبار کښې دلچسپي اخستې او د تنظیم تر مخه نن دې کاروبار سره ملک کښې شاوخوا پنځلس لکه خلک تړلي دي چې پکښې د مچو پالونکو نه واخله تر دوکان کښې خرڅونکي پورې شامل دي.

د یو نړيوالې ادارې په مرسته د اسټریلیا مچې صوبه کښې معارفي کړې وه چې مقصد ئي دوې لپاره د روزګار بندوبست کول وو۔

“بې شکه دا یو ګټه ور کاروبار دې خو په شرط د دې چې آب هوا ورته موزو، شېنکې او ګلونه زیات او ماحول کښې خیچنوالې کم وي” ټي اېن اېن سره خبرو کښې حاجي کنار شاه اوېل.

د ایسوسی ایشن مشرانو د شهد په مچو د ماحولیاتي او موسمي بدلون او د انسان د لاسه پيدا کېدونکې آفتونو اثراتو باندې هم انديښنې څرګندې کړې دي.

د تنظیم مشر او د شهدو لپاره د قائمه کمېټۍ چئیرمین نسیم قاسمي په دې اړه ټي اېن اېن ته وئیلې چې د ماحولیاتي او موسمي بدلون نه علاوه هم د دوې یو شمیر مسئلې دې چې پکښې الودګۍ کښې اضافه او د زراعتو په شعبه کښې د جراثیم ختمولو لپاره د مختلف قسمه زهرجن دوایانو استمال هم دې کومه چې مچې کمزورې کوي او مختلف قسمه بیمارو سره ئي مخ کوي.

“موسم کښې تغئیر سره په زمکه د فصلونو لپاره خطرناک حشرات پیدا کېږي د کومې ختمولو لپاره چې بیا زمینداران د فصلونو حفاظت لپاره په هغې سپرې کوي” ده اوېل.

نسیم قاسمي اوېل چې د خېبرپښتونخوا د بېرې او پلوسې شهد ډیر مشهور او د ښه معیار له وجې به دا زیات تره خلیجې ملکونو ته استول کېدل ولې د بده مرغه تیرې څه مودې راهسې د دغه دواړه ونو ډیره بیدردۍ سره کټائی روانه ده د کومې چې به خامخا د شهد په پېدوار اثر وي.

د خېبرپښتونخوا د بېرې او پلوسې شهد ډیر مشهور او د ښه معیار له وجې به دا زیات تره خلیجې ملکونو ته استول کېدل

دوې غوښتنه وکړه چې حکومت دې د شهد د مچو خوښو ونو په کټائي په مکمل توګه بندیز ولګوي.
“د ځنګلونو بېدریغه کټائی ټوله نړۍ کښې د موسمي بدلون بنیادي وجو نه یوه ده د کومې چې په ځنګلي حیات او په خصوصي توګه د شهد په مچو ډیر بد اثر دې” د تنظیم مشر اوېل.

که څه هم د خېبرپښتونخوا حکومت د بلین ټري سونامي منصوبې لاندې د یو ارب ونې نالولو دعوا کوي ولې د هني بي ایسوسی اېشن غړي وائی چې دوې دې لړ کښې څه خاص بدلون نه دې کتلې.

د تنظیم صدر اوېل چې د پلوسې څلويښت فيصده شهد آزاد کشمیر کښې پیدا کيږي ولې نن سبا سکيورټي انديښنو له کبله د مچو پالونکو ته هغلته د تلو اجازه نه ورکول کیږي. دوي اوېل چې وفاقي حکومت د کلين اېنډ ګرين پاکستان مهم شروع کړې ولې پکار ده چې دې کښې داسې ونې هم شاملې کړي چې د شهد د مچو لپاره موزو وي.

نسیم قاسمي اوېل چې حکومت د دوې په مطالبه باور ورکړې ؤ چې خېبرپښتونخوا کښې به لس لکه د بېرې، پلوسې او نورې داسې ونې نالوي چې د شهد د مچو لپاره موزو وي ولې تر دې دمه په دې حقله دوي ته هیڅ قسمه شمیره نه ده ورکړې شوې چې څومره ونې نالې کړې شوي دي او آیا نالې شوي هم دي او که نه؟

Show More

Related Articles