ډيره اسماعيل خان: “بنديز نه منو مونږ ته دې ممبر شپ راکړې شي”

د ډيره اسماعيل خان په پريس کلب هغه چا خپله قبضه اچولي څوک چې د سره ورکنګ جرنلسټ نه دي

د بشریٰ او رضوان محسود لخوا

ډيره اسماعيل خان کښې د مقامي خبريالانو ايکشن کميټۍ د پریس کلب انتظامیه په ضد د غوښتنو نه منلو پورې د خپل احتجاج دومداره ساتلو اعلان کړې دې۔

د ټي اين اين نمائنده ترمخه د جرنلسټ ايکشن کميټۍ هفته وار احتجاج د تيرو څلورو مياشتو راهسې دوام لري او مقامي خبريالان د هر جمعې په ورځ د ډيره اسماعيل خان پريس کلب مخي ته خپل احتجاج ريکارډ کوي۔

له دي ترڅنګ شاوخوا پينځه ديرش خبريالانو د تيرو څلورو مياشتو د پريس کلب د خبرونه نه هم بائيکاټ کړې او غوښتنه ئي کړې چې دوي د ورکنګ جرنلسټ سره سره پہ جرنلزم کښې د ماسټرۍ ډګرۍ هم لري خو ولې بيا هم د پريس کلب چارواکي دوي ته ممبر شپ نه ورکوي کوم چې دوي د ځان سره ناانصافي بللې ده۔

احتجاج کونکو خبريالانو تور پورې کړې چې د ډيره اسماعيل خان په پريس کلب هغه چا خپله قبضه اچولي څوک چې د سره ورکنګ جرنلسټ نه دي خو ولې بيا هم دوي د پريس کلب مراعات او ممبر شپ ترلاسه کړې او دوي ئي ترې محرومه کړي دي۔

د خبريالانو ترمخه د پريس کلب انتظاميې په شپږ هغه خبريالانو پريس کلب ته په تګ بنديز لګولې کومو چې د پريس کلب د موجوده صدر يايسن قريشي په ضد نعاري وهلي دي او له هغه نه ئې د خپل حق ترلاسه کولو غوښتنه کړي ده۔

د احتجاج په مهال خبريالانو غوښتنه کړې چې د پريس انتظاميه لخوا په کومو خبريالانو بنديز لګولې شوې بايد هغه لري کړې شي او له دي ترڅنګ دي ورکنګ جرنلسټ ته د پريس کلب ممبر ورکړې شي۔

Show More

Related Articles