مردان کښې د ماشومانو جنسي ويډيو جوړونکي ډله نيول شوې

مردان کښې پوليس ماشومان په جنسي توګه د ځورونکي او له هغوي ويډيو جوړونکي د څلور کسانو ډله سره د وسلې نيولي ده۔

د پوليس وياند ترمخه د روانې مياشتي په اتمه نيټه د ګراکول بائي خان اوسيدونکي اقرارد رستم په تاڼه کښې پوليس ته د رپورټ درج کولو په مهال ويلي چې مهران ، حيات او عاکف  د وسلې په زور له هغه سره جنسي زياتي کړې او د جنسي کولو په وخت ئې د هغه ويډيو جوړه کړې ده۔

د رپورټ درج کيدو نه پس ضلعې پوليس آفسرد پيښې په کلکه د نوټس اخستو او سمدستي د ملزمانو نيولو امر جارې کړې ؤ په کومه چې د ډي ايس پي رورل اعجاز خان په مشرۍ کښې د کارروايۍ کولو په مهال ملزمان سره  د وسلي نيولي دي کومو چې د پلټنو په وخت د خپل جرم منلو اعتراف کړې دې۔

بلخوا په يوي بله کارروايۍ کښې هم پوليس پينځه کسان نيولي او د هغوي د ولقي نه ئې دوۀ ټوپکې، دوۀ تمانچې، او په سلګونو کارتوس ترلاسه کړي دي۔

Show More

Related Articles