ترقياتي فنډونه نه ميلاويدو پرضد د خيبرپښتونخوا اتلس ارکانو د قائمه کميټئ نه استعفي ورکړي

د مخالف ګوند ارکانو سپيکر مشتاق غني ته وئيلي دي چي د ترقياتي فنډونو نه ميلاويدو په وجه د قائمه کميټونه د احتجاج په توګه مستعفي کيږي۔

خيبر پښتونخوا اسمبلئ کښي د مخالف ګوندونو مشر اکرم خان دراني په شمول د اپوزيشن اتلس ارکانو د پاکستان تحريک انصاف حکومت لخوا د ترقياتي فنډونو په نه جاري کولو د قائمه کميټونه د احتجاج په توګه استعفاګاني سپيکر ته استولے دي۔

د خيبرپښتونخوا اسمبلئ سپيکر مشتاق غني ته چي د کوم ارکانو استعفي ميلاو شي په هغي کښي د جميعت علما اسلام ف، جماعت اسلامي، عوامي نيشنل پارټي، پاکستان پيپلزپارټي په شمول د نورو جماعتونو ارکان شامل دي۔

د اے اين پي لائق محمد خان،د متحده مجلس عمل پليټ فارم نه منتخب شوي محمود احمد خان او د پي پي پي بادشاه صالح خپلي اسعتفاګاني جمع کړي دي۔

د مخالف ګوند ارکانو سپيکر مشتاق غني ته وئيلي دي چي د ترقياتي فنډونو نه ميلاويدو په وجه د قائمه کميټونه د احتجاج په توګه مستعفي کيږي۔

د سپيکر مشتاق غني وينا وه چي د اپوزيشن ارکانو په استعفي ورکولو کښي د جلد بازې نه کار اغستي دي۔

ده وئيلي چي د مخالف ګوندونو ګله د حکومت نه ده بيا ولي د کميټونه استعفي ورکوي او دوي به کوشش کوي چي دے دا ارکان پخله کړي۔ او هيله ده چي اپوزيشن به خپلي استعفاګاني واپس اغستلو سره کميټوته راشي۔

ياده دي وي چي د پنجاب پي ټي آئي حکومت د اسمبلئ ارکانو له پاره فنډونه نه جاري کولو سره د خپلے فيصلي نه شاته شوي وو او هر يو رکن ته لس کروړه روپے د مختص کولو فيصله کړي شوي وه۔

وزير اعظم عمران خان په مشرے کښي په ديرشم اکتوبر کال دوه زره اتلس کښي د پي ټي آئي پارليماني کميټئ غونډه کښي پنجاب کښي ترقياتي کارونو له پاره د صوبائي اسمبلئ ارکانو په زريعه د ترقياتي فنډونو بحالئ فيصله شوي وه۔

پي ټي آئي تير وخت کښي د پاکستان مسلم ليګ نون په حکومت او د اسمبلئ د ارکانو په زريعه د ترقياتي فنډونو په استعمال ټکونه کړي وو۔

 

Show More

Related Articles