‘يو ارب بوټو لګولو دعوه کونکو لس کروړه بوټي هم نه دي نال کړي‘

بلين ټريز سونامې منصوبه کښې په لوئي کچ د کرپشن څرګندونو باندې د پارليمان انکوائرې کميټې د بنو دوره کړې ده۔ د کميټې غړي او خيبر پښتونخوا پخوانې وزيراعلې اکرم درانې څرګندونه کړيده چې د يو ارب بوټو لګولو دعوه کونکو لس کروړه ونې هم نه دي لګولې۔

بلين ټري سونامي منصوبه کښې د کرپشن پلټنو دپاره د خيبر پښتونخوا اسمبلې اتلس غړو باندې مشتمله کميټې جوړا کړي شويده۔

دے لړ کښې د کميټې غرو د بنو ضلعې دوره کړيده چې پکښې اکرم خان درانې، خوشدل خان ايډوکيټ، شګفته ملک، سردار يوسف او لطف الرحمن پشمول نورو غړو د سائټ جاج اغستې دې۔

اپوزيشن ليډر او کميټي غړې اکرم خان درانې انکشاف کړيدې چې د يو ارب ونو لګولو دعوه کونکو لس کروړه بوټې نه دې لګولې۔ اکرم درانې دا هم ويلې دې چې څلور سوا کناله زمکه باندې د سرکارې ريکارډ کښې مزدورانو پنځلس نيم زره روپو په ځاې پينځه زره روپې ورکړي شويدې دوه زره بوټو په ځاې دوه لکه بوټې ريکارډ کښې ښودلې شويدې، او دے نه علاوه مزدورانو ته د چيک په ځاې نقدو پيسو په شکل کښي مزدوري ورکړي شويده۔

دوي ويلې دې چې د ځنګلاتو محکمي اهلکارو د نالي چک په مقام لس لاکه بوټو ريکارډ کښې څرګند کړيدې ولې حقيقت کښې هلته يو زر بوټي هم نشته دې۔

زريعو ترمخه د يو بوټي خسمانې دپاره پنځوس روپې ټاکلې شويدې ولې اوس پينځه سوۀ روپې ورکولې کيږي او دا چې حکومت د يو ارب شل کروړه بوټو لګولو دعوه کوې، او په مجموعي توګه لس کروړه بوټي هم نه دي لګولي شوې۔

د ميډيا رپوټونو ترمخه بل لوري ته د بنو ډويژن فارسټ آفسر لطيف حسين بلين ټري منصوبه کښې د کرپشن تورونه رد کړيدې ويلي دي چې کميټې د بنو کومو سيمو دوره کړيده هلته وړاندي نه د بوټو کمي دې۔

Show More

Related Articles