اجمل وزير خيبر پښتونخوا کابينه کښې بدلون خبرونه رد کړي

د خيبر پختونخوا حکومت وياند اجمل وزير کابينه کښې د ردبدل خبرونه مسترد کړيدي او ويلې دي چي ميډيا دي وزيرانو ټرائل نه کوي۔

بلخوا صوبائي وزير اطلاعات شوکت يوسفزئي وائي چې د شهرام ترکۍ، عاطف خان اومحب الله پشمول د يو وزير د لري کولو پحقله مې خبره نه ده کړې۔
د خيبر پختونخوا حکومت ترجمان اجمل وزير وئيلي دي چې پختونخوا کابينه کښې څه قسمه د بدلون فيصله نه ده شوي، د صوبائي کابينه نه د وزيرانو لري کولو پحقله خبرونه بے بنياده دي ،هغه اوئيل چې مصدقه اطلاعاتو بغير ميډيا دي د وزيرانو ټرائيل نه کوي۔
بلخوا د صوبائې اطلاعاتو وزير شوکت يوسفزئي وائي چې د شهرام ترکي، عاطف خان اومحب الله پشمول د يو وزير هم د لري کولو پحقله مې خبره نه ده کړه، کابينه کښې به د وزيرانو بدلون د کار کردګي په بنياد کولي شي۔

Show More

Related Articles