وزيراعظم د مزدورانو لپاره “د مزدور احساس” په نامه د پروګرام شروع کولو اعلان کړې

وزيراعظم عمران خان د مزدورانو ورځ په موقع د خواري کښو لپاره “د مزدور احساس” په نامه د پروګرام شروع کولو اعلان کړې او ويلي ئي دي چې د دې پروګرام ترمخه به مزدورانو ته سماجي تخفظ ورکولې شي۔

هغه نن د مزدورانو نړيوالي ورځ په مناسبت سره خپل پيغام کښې ويلي چې د پاکستان تحريک انصاف حکومت د مزدورانو په عظمت باور لري ولې چې د ملک په پرمختګ او خوشحالۍ کښې خواري کښ خپل مهم کردار ترسره کوي۔

وزيراعظم عمران خان ويلي  نن مونږ د مزدورانو لپاره د احساس په نامه پروګرام شروع کوو کوم چې د حکومت لخوا د غربت په ختمولو کښې يو مهم ګام دے۔

وزيراعظم زياته کړې چې له دې پروګرام ترسيوري لاندې به عامو مزدورانو ته سماجي تخفظ ورکولې شي او دا چې حکومت به په بهر هيواد کښې ميشته پاکستاني مزدورانو لپاره هم کوټلي ګامونه پورته کوي۔

Show More

Related Articles