نوښار: د لس کلن ماشوم په قتل کښې ککړ ملزمان نيول شوي

د خيبرپښتونخوا پوليسو هغه ملزمان په څلريشت ساعتونو کښې دننه ګرفتاري کړې کومو چې لس کلن ماشوم د تشدد سره وژلې ؤ۔

د نوښار پوليس ترمخه د مئ په وړومبۍ نيټه لس  کلن ريحان د لوبو لپاره له کوره وتلې خو ولې واپس نه دې راغلې په کومه چې د هغه کورينۍ پبي تاڼه کښې رپورټ درج کړے دے۔

د رپورټ درج کيدو نه پس د ماشوم لتون پيل شوې او بله ورځ له ماسخوتن لمونځ نه پس هغه د امان کوټ بابا سره نزدې په مړ حالت کښې موندلې شوے دے۔

پوليس وائي چې ماشوم د تشدد ورسته په تيرۀ څيز حلال کړې شوي څوک چې د پوسټ مارټم لپاره هسپتال ته رسؤل شوے دے۔

له دغې پيښې نه پس اعلي چارواکو د پيښې نوټس اخستې او دې لړ کښې ئي د پلټنې يوۀ ډله تشکيل کړې کومې چې په څلريشت ساعتونو کښې دوۀ ملزمان عبدالنعيم او سليم ګرفتار کړي دي۔

پوليس زياتوي چې ملزمانو د پلټنو په مهال د خپل جرم اعتراف کړې او د هغوي د ولقې څخه د قتل آله هم ترلاسه شوې ده۔

بلخوا د ميډيا سره د خبرو په مهال د وژل شوي ماشوم مور د حکومت او اعلي چارواکو څخه غوښتنه کړې چې د هغې ماشوم زوې په بيدردۍ سره وژونکو ملزمانو ته بايد د پهانسي ورکړې شي۔

Show More

Related Articles