د پې ټې آئي عاطف خان او شهرام ترکئ مو په هدف وو: نيولې شوي ترهه ګر بيان

دپيښور حيات اباد فيز سيون کښې د پوليسو او سيکورټې فورسز ځوانانو له اړخه کامياب اپريشن نه پس ترهګر ياسر ولد شمس الرحمان ګرفتار کړے شوے وو،څوک چي ن عدالت ته وړاندے کړے شويدے

د پيښؤر حيات اباد اپريشن کښې ککړ نيولې شوي ترهه ګر مقامي عدالت کښې اقبال جرم کړيدے،او ويلې دي چي د پاکستان تحريک انصاف صوبائي وزير سياحت عاطف خان او وزير بلديات شهرام خان ترکئ د هغؤي ټارګټ وو،ملزم په جسټس محمد ايوب د قاتلانه حملے اعتراف هم کړيدے۔
دپيښور حيات اباد فيز سيون کښې د پوليسو او سيکورټې فورسز ځوانانو له اړخه کامياب اپريشن نه پس ترهګر ياسر ولد شمس الرحمان ګرفتار کړے شوے وو،څوک چي ن عدالت ته وړاندے کړے شويدے۔
مقامي عدالت کښې ملزم ياسر د خپل جرم اعتراف کړيدے او عدالت کښې ئي د بيان ريکارډ کولو په وخت ويلي دي چي د پاکستان تحريک انصاف باغ ناران جلسه د هغوي ټارګټ وه، ولي ځان مرګي بريد کوونکے په موټر سائيکل خپل هدف ته او نه رسيدو۔
د عدالتي ذرائعو وينا ده چي ملزم په صوبائي وزيرعاطف خان او شهرام خان باندي د حملے د ارادي اعتراف هم اوکړو او وي وئيل چي په جسټس ايوب او دهغه په ډرائيور حمله هم هغوي کړي وه، او د دي بريد ټول پلاننګ په حيات اباد فيز سيون مکان نمبر يو شپيتم کښي شوي وو،او دغه کور د ملزمانو د ترهګرئ هيډ کوارټر وو۔

Show More

Related Articles