تعليم محکمي سرکاري سکولونو کښې سيکنډ شفټ شروع کولو اعلان کړيدي

غونډه کښې سيکرټرې تعليم ارشد خان، منيجنګ ډائريکټر اي ايس اي ايف معتصم بالله شاه او د بورډ نور غړي هم موجود وو

خيبر پښتونخوا تعليم محکمې سرکارې سکولونو کښې سيکنډ شفټ يعني د ماښام کلاسونو شروع کولو فيصله کړيده۔ ايليمنټري اينډ سيکنډرې ايجوکيشن فاؤنډيشن د بورډ آف ډائريکټرز غونډي مشري کولو په وخت مشير تعليم ضياالله بنګش ويلې دې چې طالبعلمانو ته خپلو سيمو کښې غوره تعليمي آسانې ورکولو په عرض سرکاري سکولونو کښې د سيکنډ شفت پيل کيږې کومه دپاره چي به سکولونه اپ ګريډ کولو سره مډل ته د هائي او هائي ته به هائير سيکنډري سکول درجه ورکولې شې۔

غونډه کښې سيکرټرې تعليم ارشد خان، منيجنګ ډائريکټر اي ايس اي ايف معتصم بالله شاه او د بورډ نور غړي هم موجود وو۔

اجلاس ته خپله وينا کښې ضياالله بنګش ويلي دې چي د پروګرام شروع به په باقاعده توګه حيات اباد پيښور نه کولې شې، او د واوچر سکيم لاندي به طالبعلمانو ته غوره آسانې ورکولو ترڅنګ ايلمنټري او سيکنډرې ايجوکيشن فاونډيشن نور هم فعالولې شې۔

Show More

Related Articles