چارسده: ناڅرګنده کسانو ډزو کښې يو پوليس اهلکار مړ دوه ژوبل

پيښه کښې ژوبل پوليس اهلکار په سمدستي توګه علاج دپاره تنګي هيډ کواټر هسپتال ته رسولې شويدې

 چارسده کښې د ناڅرګنده کسانو پوليس ګاډي باندې ډزې کړيدې چې له عمله ئي محبت خان نومې تانيدار مړ او دوه نور اهلکار ژوبل شويدې۔

پوليس وائي چې دغه پيښۀ د تنګي تحصيل ګنډهيري سيمه کښې رامخي ته شويده چرته چې پوليس موبائل اهلکارو د معمول ګشت کولو چې ناڅافه پرې نامعلومه کسانو ناتاره ډزې کړيدې۔

ضلعي پوليس آٖسر عرفان الله خان ترمخه ګاډي کښې موجود اے ايس آئي محبت خان د ډزو په ترس کښې په موقع مړ شويدي او دوه سپايان توصيف او مصور سخت ژوب شويدې، د پيښې ورسته ملزمان تيخته کښې کامياب شويدې۔

پيښه کښې ژوبل پوليس اهلکار په سمدستي توګه علاج دپاره تنګي هيډ کواټر هسپتال ته رسولې شويدې، پوليس د پيښې ورسته سيمه خپله ولقه کښې اغستي او د لټون عمليات ئي پيل کړيدې۔

Show More

Related Articles