خيبر کښي د ليپ ټاپ سکالر شپ په ويش کښي د ټکئ ټورئ انکشاف شوے

د دستورے په ختميدو طلباو ته  صرف درے درے کاپئ او نوټ بک ورکړي شوي دي

خيبر ضلع کښي د خيبر يوتھ ويلفيئر ايسوسي ايشن د سورے لاندي د ليپ ټاپ سکالرشپ کښي د ټکئ ټورئ انکشاف شوي دے۔

د زريعو ترمخه ليپ ټاپ په ځائي نغدي، د نغدو په ځائے درے کاپئ په ماشومانو کښي ويش کړي شوي دي۔

د زريعو ترمخه خيبر وتھ ويلفيئر ايسوسي ايشن د سوري لاندي په خيبر ضلع کښي د مختلف سکولونو او کالج طلباو نه د ټيلينټ ټيسټ اغستي شوي وو په کوم کښي چي څه طلبا غوره کارکردګي ښودلے وه او په هغه بنياد دوي د ليپ ټاپ او نغد انعامونو له پاره کواليفائي کړي وه۔

د زريعو وينا ده چي د چارشنبي په ورځ دغه ذده کونکو کښي په باقاعده توګه د انعامونو ويش کولو له پاره يوه دستوره راجوړه کړي شوي وه په کوم کښي چي د دير نه راغلي ماشومانو او والدينو ته د نغد انعام په ځائي صرف کاپئ ورکړي شوي دي۔

د زريعو وينا ده چي دير نه تلونکي ماشومانو او والدينو ته دا پته هم نه ده لګيدلي چي د دوي بچو څه څيز دپاره کواليفائي کړي وه ، او د دستورے په ختميدو دوي ته  صرف درے درے کاپئ او نوټ بک ورکړي شوي دي۔

Show More

Related Articles